ژوندلیک

ژوند لیک

واصف باختري، د فارسي ژبې او ادبیاتو د حوزې نوموتی شاعر، لیکوال، ژباړن، کره کتونکی او څېړونکی، د ۱۳۲۱ لمریز هجری کال د کب پر ۲۴مه، د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې زېږېدلی دی. د زدکړو لومړني ټولګي یې د مزارشریف په باختر لیسه  او لسم و یولسم ټولګي یې په حبیبیې لیسې کې لوستي او د فراغت سند یې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې د مزارشریف له باختر لیسې څخه ترلاسه کړی دی. واصف باختري په کال ۱۳۴۵ لمریز کې له کابل پوهنتون څخه د ژبې او ادبیاتو په څانګه کې لېسانس ترلاسه او پر همدې کال یې د پوهنې په وزارت کې د تألیف و ترجمې د ریاست په دري دیپارتمنت کې کار پیل کړ.

په کال ۱۳۵۳ لمریز هجري کې د لوړو زدکړو لپاره امریکا ته ولاړ او په ۱۳۵۵ لمریز کې یې د کولمبیا پوهنتون له ښوونې و روزنې څانګې څخه د ماسترۍ بری لیک ترلاسه کړ او وطن ته راستون شو. یوځل بیا یې د تألیف و ترجمې په ریاست کې کار پیل کړ او تر ۱۳۵۷ لمریز پورې یې هلته کار وکړ. واصف باختری د ۱۳۵۷ کال د تلې په میاشت کې زنداني شو او د ۱۳۵۸ کال په مرغومي کې له زندانه راخوشې شو او یو ځل بیا یې تر ۱۳۶۱ لمریز کال پورې د پوهنې وزارت د تألیف و ترجمې په ریاست کې د سموونکي په توګه کار ته دوام ورکړ.

له ۱۳۶۱ څخه تر ۱۳۷۴ کال پورې يې د افغانستان د لیکوالو په ټولنه کې د شعر د برخې سردبیر، د ژوندون مجلې مسئول مدیر او د ټولنې د دارالانشا د منشي پر دندو کار وکړ. هغه همدارنګه، په دغو کلونو کې د لیکوالو ټولنې د زدکړو په څانګه کې تدریس هم کاوه.

واصف باختری کلونه کلونه د افغانستان د فرهنګ د بنسټ د دبیرانو د ډلګۍ غړی، د حکیم ناصرخسرو د کانون د رهبرۍ غړی، د خوشال خان خټک د فرهنګي انجمن د مرکزي شورا غړی او د ژورنالیستانو د اتحادیې د رئیسه هیئت غړی و. د مولانا جلال الدین محمد بلخی اووه یادغونډې او د حکیم ناصرخسرو د کانون شپږ عمومي  غونډې د دوی په ریاست جوړې شوې. د لیکوالو ټولنې ګڼشمېر اساسي اسناد، پیامونه او کړنلارې واصف باختري لیکلي او د ګڼو فرهنګي تولنو کړنلارې یې هم ورته کښلې دي.

د واصف باختری تر شل ټوکه زیات کتابونه خپاره شوي، چې په کلاسیکو، نیمايي او ازادو قالبونو کې یې شاعري، شعري ژباړې، فلسفي مقالې، ادبي او فلسفي څېړنې،  د فلسفي او ادبي مقالو ژباړې او سلګونه مقالې په کې شاملې دي.

واصف باختري په انګلیسي او عربي ژبو پوهیږي. له انګلیسي ژبې یې ګڼې مقالې او شعرونه فارسي ته ژباړلي او همدا راز یې ځینې شعرونه او کیسې له فارسي څخه انګریزي ته هم ژباړلي دي. د نوموړي یو شمېر شعرونه په انګلیسي، روسي، چکي او الماني ژبو هم ژباړل شوي دي.

واصف باختري له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې په پاکستان کې اوسېده او له ۱۳۸۰ څخه را په دېخوا د امریکا په کالیفرونیا ایالت کې ژوند کوي.

نظرات بسته شده است.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. پذیرفتن ادامه